شنبه, مې 30, 2026
Homeکورپاڼهد پړانګانو د ژغورنې لپاره نړيواله هڅه؛افغانستان کې دا ژوی له کلونو...

د پړانګانو د ژغورنې لپاره نړيواله هڅه؛افغانستان کې دا ژوی له کلونو راهیسې ورک دی

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام يا UNDP ويلي، د نړۍ د پړانګانو شمېر چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د اندېښنې وړ کچې ته راټیټ شوی و، اوس د نړیوالو ساتندویو پروګرامونو او ګډو هڅو له امله د بیا زیاتېدو نښې ښيي.

یاد بنسټ وایي چې د نړیوالو سازمانونو، حکومتونو او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ همغږي د دې لامل شوې چې د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه تر یوه بریده خوندي شي او د هغوی د بقا لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

د راپور له مخې، د چاپېریال ساتنې نړیوال صندوق او نور شریک بنسټونه هڅه کوي چې د پړانګانو د ساتنې لپاره دوامدار مالي ملاتړ او اغېزمنې پالیسۍ رامنځته کړي، څو دغه نایابه وحشي ژوی له ورکېدو وژغورل شي.

په داسې حال کې چې په یو شمېر آسیایي هېوادونو کې د پړانګانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې پړانګان پکې له لسیزو راهیسې ورک شوي ګڼل کېږي.

د تاریخ له مخې، د «کیسپین پړانګ» په نوم ډول پخوا د افغانستان په شمالي او شمال‌ختیځو سیمو کې هم ژوند کاوه، خو د ښکار، د استوګنځایونو د له منځه تلو او بشري فعالیتونو له امله یې نسل له منځه ولاړ.

کارپوهان وایي، که څه هم په افغانستان کې د پړانګانو د بېرته راګرځولو کوم رسمي پروګرام نشته، خو هېواد لا هم د واورین پړانګ، مارخور او نورو نادرو ژوو لپاره مهم طبیعي استوګنځایونه لري چې د ساتنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د چاپېریال د ساتنې فعالان ټینګار کوي چې د طبیعي تنوع خوندي کول نه یوازې د وحشي ژوو د بقا لپاره مهم دي، بلکې د ایکوسیستم د توازن او راتلونکو نسلونو د ګټې لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here