اروپايي رسنۍ راپور ورکړی چې په اروپايي ټولنه کې ټولنیزې شبکې لا هم د کرکې خپروونکو مطالبو، نژادپالو څرګندونو او یهود ضد ویډیوګانو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.
د “اپیلز سنټر یوروپ” په نوم یوې خپلواکې ادارې ویلي، فیسبوک، ټیکټاک، انسټاګرام او یوټیوب په ډېرو مواردو کې هغه محتوا نه ده لرې کړې چې د دوی د کرکې ضد پالیسۍ خلاف بلل کېږي.
د راپور له مخې، په ارزول شوو قضیو کې شاوخوا ۷۰ سلنه هغه پرېکړې بېرته رد شوې چې پکې ټولنیزو شبکو د کرکې خپروونکي مطالب آنلاین پرېښي وو.
راپور زیاتوي، په دغو مواردو کې نژادپاله تبصرې، د یهودانو ضد ویډیوګانې، د مذهبي اقلیتونو، کډوالو او همجنسبازانو پر ضد سپکاوی او ان د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي جعلي ویډیوګانې هم شاملې وې.
یادې ادارې ویلي، ټیکټاک تر ټولو کمزوری فعالیت درلود او تر هغې وروسته انسټاګرام، فیسبوک او یوټیوب یاد شوي دي.
د ادارې مسوولانو ټینګار کړی چې انلاین کرکه او ځورونه په واقعي ژوند کې هم پر خلکو او ټولنو منفي اغېزې کوي او ټولنیزې شبکې باید د خپلو قوانینو عملي کولو کې جدي چلند وکړي.

