په بنګلهدېش کې یوه سپینه مېښه چې پر سر یې زېړ وېښتان دي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې ده.
دغه مېښه چې د لوی اختر د قربانۍ لپاره بازار ته وړاندې شوې وه، د اختر په لومړۍ ورځ د ځایي چارواکو له لوري له حلالېدو ژغورل شوې ده.
راپورونه وایي، وروسته له هغې چې د مېښې انځورونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو ډېرې خپرې شوې، چارواکو پرېکړه وکړه چې نوموړې مېښه به د قربانۍ پر ځای د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکه یوه ژوبڼ ته ولېږدول شي.
د مېښې ځانګړې بڼې او د “ټرمپ” په نوم شهرت د خلکو پام ځانته اړولی او په انټرنېټ کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

