د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ د کابینې په غونډه کې ویلي، وروستۍ موخه دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
روبیو ټینګار کړی چې وروستیو پېښو یو ځل بیا وښوده چې ایران د نړۍ د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی هېواد دی او باید د داسې وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.
هغه ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړیتوب تل مذاکرات او د ډیپلوماسۍ له لارې یوې هوکړې ته رسېدل و، او دا بهیر د سټیو ویټکاف، جیرډ کوشنر او د ولسمشر د مرستیال جیډي وېنس له لارې دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، که د یوې موافقې زمینه برابره شي، واشنګټن د هغې ملاتړ کوي او د پرمختګ ځینې نښې هم لیدل شوې دي.
هغه خبرداری ورکړی، که ډیپلوماسي نتیجه ورنه کړي، ولسمشر نور انتخابونه هم لري.
روبیو ټینګار کړی چې تر هغه وخته چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر وي، ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

