د اوکراین لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي چې د روسیې پر ضد جګړه کې راتلونکې شپږ میاشتې ډېرې مهمې دي او ښایي د جګړې مسیر بدل کړي.
د اوکراین د درېیم پوځ قول اردو قوماندان انډري بلټسکي ویلي چې روسي ځواکونه ستړي شوي او د پراخو پرمختګونو توان یې د لاسه ورکړی.
په همدې حال کې، اوکراین په روسي سیمو او کریمیا کې د ډرون او Storm Shadow توغندیو بریدونه زیات کړي دي، چې له امله یې د روسیې ځینې پوځي او اقتصادي مرکزونه زیانمن شوي دي.
بل لور ته، روسیې هم پر کیف او نورو ښارونو د توغندیو او ډرون پراخ بریدونه کړي دي.
پوځي شنونکي وایي چې جګړه اوس د ټکنالوژۍ، ډرونونو او اوږد واټن بریدونو نوي پړاو ته داخله شوې ده، او دواړه هېوادونه هڅه کوي د احتمالي سولې خبرو مخکې خپل دریځ پیاوړی کړي.

