د انټرنېټي اختلالونو د څار نړیوال بنسټ نېټبلاکس ویلي، په ایران کې د انټرنېټ اړیکې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ورو ورو عادي حالت ته د ستنېدو په حال کې دي؛ خو لا هم پراخ محدودیتونه او فلټرونه پر ځای پاتې دي.
نېټبلاکس ویلي، سره له دې چې د انټرنېټ عمومي اتصال بېرته ښه شوی؛ خو پر پیغامرسوونکو اپلېکېشنونو او د موبایل اپلیکیشنونو پر پلورنځیو نوي محدودیتونه لګول شوي دي.
د راپور له مخې، د ایران کاروونکي لا هم د ګڼو ټولنیزو شبکو او انلاین خدماتو په کارولو کې له ستونزو سره مخ دي، او حکومت د انټرنېټي فعالیتونو د کنټرول لپاره تازه محدودوونکي اقدامات عملي کړي دي.

