د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي پر مسیر شوي ځانمرګي برید کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
راپورونه وایي، برید هغه اورګاډی په نښه کړی و چې امنیتي ځواکونه او د هغوی کورنۍ یې لېږدولې.
د بلوچستان بېلتونپالې ډلې (BLA) د برید مسؤلیت منلی دی.
د پاکستان حکومت برید غندلی او د امنیتي تدابیرو د سختولو اعلان یې کړی دی.

