د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې (اېف اېس بي) مشر الېکسانډر بورتنیکوف خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د لوېدیځو هېوادونو له سایبري ګواښونو سره مخ شي او وروستۍ پېښې یې د خطر زنګ بللی.
نوموړي د خپلواکو هېوادونو د ګډې ټولنې (سي آی اېس) د امنیتي او ځانګړو خدماتو ادارو د مشرانو غونډې ته ویلي، وروستیو پېښو دا وښوده چې سایبري بریدونه او ټکنالوژیکي نفوذ کولی شي جدي امنیتي خطرونه رامنځته کړي.
بورتنیکوف ادعا کړې چې د امریکا او اسرائیل اتحاد د ایران د لوړپوړو چارواکو د «له منځه وړلو» لپاره د تهران د ویډیویي څار سیسټمونو له «پټو سافټوېري لارو» څخه د موقعیت معلومات ترلاسه کړي وو.
بورتنیکوف همداراز ویلي چې لوېدیځې استخباراتي ادارې ښايي په ایران پورې اړوند شخړو کې په سوریه کې موجود سختدریځ وسلهوال د «نیابتي ځواکونو» په توګه وکاروي.
نوموړي اندېښنه ښودلې چې د ایران د روان کړکېچ له امله ښايي د جهادي افکارو د ملاتړو فعالیتونه د (سي آی اېس) هېوادونو ته نږدې سیمو کې هم زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د ایران او امریکا د کړکېچ له امله د سیمي د هېوادونو وضعیت هم ناکراره دی او مشران یې پایلو ته په اندېښنه کې دي.

