د ایران دولتي خبري اژانس صداوسیما د العربیه شبکې هغه راپور رد کړی چې ګواکې د ایران او امریکا ترمنځ د ۱۴ مادو لرونکی د تفاهم یادښت موجود دی.
العربیه ویلي وو، د احتمالي هوکړې په مسوده کې د هرمز تنګي بیا پرانیستل، د اټومي مذاکراتو پیل او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو څرنګوالی شامل دي.
صداوسیما ويلي چې د ايران رسمي سرچینو دا ټول موارد رد کړي او ټینګار یې کړی چې داسې کوم تفاهملیک شتون نه لري.

