د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران غني شوي یورانیم باید یا سمدستي امریکا ته ولېږدول شي او له منځه یووړل شي، او یا هم د ایران له همغږۍ سره په بل ځای کې نابود کړل شي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال کې لیکلي چې دا بهیر باید د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي چارواکي وایي، له ایران سره د یوه لومړني تړون لپاره خبرې روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات دوام لري او د تړون پر ابتدایي متن بحثونه روان دي.
نوموړي زیاته کړې چې د وروستي توافق بشپړېدل ښایي څو ورځې وخت ونیسي.
بلخوا، الجزیرې راپور ورکړی چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د کنګل شویو شتمنیو په اړه یو تفاهم رامنځته شوی او امکان شته ژر اعلان شي.
په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، ځواکونو یې د هرمز تنګي ته نږدې په ایران کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.
ایراني رسنیو هم د سپاه پاسداران د یو شمېر غړو د وژل کېدو خبر ورکړی.

