دوشنبه, مې 25, 2026
Homeکورپاڼهتسنیم‌ خبري اژانس:د ایران د اټومي موادو د ایستلو لپاره د چمتووالي...

تسنیم‌ خبري اژانس:د ایران د اټومي موادو د ایستلو لپاره د چمتووالي راپورونه دروغ دي

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د الحدث شبکې هغه راپورونه “دروغ” دي چې ګواکې ایران د خپلو اټومي موادو د ایستلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

تسنیم ویلي، په هغه تفاهم‌لیک کې چې تر اوسه د خبرو اترو په بهیر کې مطرح شوی، هېڅ داسې ماده یا جمله نشته چې پکې د اټومي موادو د لېږد یا ایستلو لپاره د ایران چمتووالی ذکر شوی وي.

دغه رسنۍ ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام او شتمنیو په اړه ځینې خپرېدونکي راپورونه له حقیقته لرې دي او د مذاکراتو د فضا د اغېزمنولو لپاره خپرېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here