دوشنبه, مې 25, 2026
Homeکورپاڼهاسماعيل بقایي:د امریکا د بدلېدونکو دريځونو له امله واشنګټن او تهران لا...

اسماعيل بقایي:د امریکا د بدلېدونکو دريځونو له امله واشنګټن او تهران لا وروستۍ هوکړې ته نه دي نږدې شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ویلي، هېڅوک دا ادعا نه شي کولی چې ایران او امریکا هوکړې ته نږدې شوي دي، ځکه د امریکايي چارواکو پرله‌پسې بدلېدونکي دریځونه د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

هغه زیاته کړې، ایران دا مهال د مذاکراتو پر بهیر تمرکز لري او دا چې احتمالي هوکړه به وروسته څنګه اعلان یا لاسلیک شي، هغه موضوع ده چې د پرېکړې لپاره یې وخت شته.

بقایي همداراز ویلي، که اړتیا پېښه شي د پلاوو سفرونه تهران ته یا متقابل سفرونه ممکن ترسره شي؛ خو اوس‌مهال پاکستان ته د ایراني پلاوي د سفر یا ایران ته د پاکستاني پلاوي د ورتګ کوم پلان نه شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here