د امریکا جمهوريپال سناتور لیندسي ګراهام ویلي، که د ایران د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره روان مذاکرات بریالي شي او سعودي عربستان، قطر او پاکستان د «ابراهیم تړونونو» سره یوځای شي؛ نو دا به د منځني ختیځ او اسلامي نړۍ په تاریخ کې یو بنسټیز او تاریخي بدلون وي.
ګراهام په خپله ایکسپاڼه، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په ګډون د عربي او اسلامي هېوادونو د ابراهیم تړونونو منل به د عرب، اسرائیل شخړې د پای ته رسېدو لار هواره کړي.
هغه ټینګار کړی، که سعودي عربستان، قطر او پاکستان د ټرمپ له وړاندیز شوي مسیر څخه انکار وکړي؛ نو دا به د امریکا او دغو هېوادونو پر راتلونکو اړیکو سختې او اوږدمهالې اغېزې ولري او تاریخ به یې لویه ستراتیژیکه تېروتنه ثبت کړي.
سناتور ګراهام له ټرمپ غوښتي چې د ایران سره د احتمالي هوکړې ترڅنګ دې پر سعودي عربستان، قطر او پاکستان فشار وساتي، څو د ابراهیم تړونونو برخه شي.
هغه د ټرمپ دا طرحه «ځیرکه، تاریخي او د نوي منځني ختیځ لپاره بدلوونکې نقشه» بللې ده.

