یکشنبه, مې 24, 2026
Homeکورپاڼهاقتصادي خبر؛د ایران جګړې او د تیلو لوړو بیو نړیوال اقتصاد اندېښمن...

اقتصادي خبر؛د ایران جګړې او د تیلو لوړو بیو نړیوال اقتصاد اندېښمن کړی

د نړۍ اقتصادي بازارونه د ایران کړکېچ او د تیلو د بیو د لوړېدو له امله له بې‌ثباتۍ سره مخ شوي دي.

نړیوالو راپورونو ویلي، د برینټ خام تیلو بیه تر ۱۰۰ ډالرو اوښتې او دا وضعیت په اروپا، امریکا او اسیا کې د انفلاسیون او اقتصادي فشارونو د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي.

اقتصادي شنونکي وایي، د منځني ختیځ روان کړکېچ د انرژۍ بازار سخت اغېزمن کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د نړۍ اقتصادي وده به نوره هم ورو شي.

بلخوا نړیوال مالي صندوق (IMF) هم خبرداری ورکړی چې جګړې او سیاسي ترینګلتیاوې نړیوال اقتصاد له خطر سره مخ کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here