چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeافغانستان۱۷۰۰ تیاره ورځې؛د افغانستان میلیونونه نجونې لا هم له زده کړو محرومې...

۱۷۰۰ تیاره ورځې؛د افغانستان میلیونونه نجونې لا هم له زده کړو محرومې دي

نن په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې؛ هغه پرېکړه چې د میلیونونو نجونو د زده‌کړو، هیلو او راتلونکي پر وړاندې یې لوی خنډ جوړ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته، د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل. که څه هم د طالبانو حکومتي چارواکو څو ځله ویلي چې د نجونو ښوونځي “تر امر ثاني” پورې تړل شوي؛ خو تر اوسه دغه امر نه دی صادر شوی او د نجونو د زده‌کړو د بېرته پیل لپاره کوم عملي اقدام نه دی لیدل شوی.

په دې موده کې میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ګڼو اسلامي هېوادونو له لوري پرله‌پسې غوښتنې شوې چې افغان نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي؛ خو دغو غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز نه یوازې د افغانستان پر اقتصاد او ټولنیز پرمختګ منفي اغېز کوي، بلکې راتلونکي نسلونه هم له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.

بل لور ته، ګڼې کورنۍ وایي چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د نجونو د زده‌کړو انګېزه کمه شوې او ډېری نجونې له روحي فشارونو، نا امیدۍ او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

سره له دې محدودیتونو، ځینو نجونو هڅه کړې چې د انلاین زده‌کړو، کورنیو کورسونو او شخصي مطالعې له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو لا هم زرګونه نورې نجونې د زده‌کړو له حقه محرومې دي او ځینې حتی جبري ودونو ته اړ شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here