په کابل کې د اروپايي اتحادیې استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار د اروپا ورځې په مناسبت ویلي، اروپايي اتحادیه د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته ژمنه پاتې ده.
بوسکوویچ پوهار په خپله اېکس ټینګار کړی چې د افغانانو عزت، زغم او راتلونکی د اروپايي اتحادیې لپاره مهم ارزښت لري.
د نوموړې په وینا، هره دنده چې رامنځته کېږي، هر ماشوم چې زدهکړې ترلاسه کوي او هره کورنۍ چې ملاتړ کېږي، د ثبات او سولې لپاره پانګونه بلل کېږي.

