جمعه, مې 15, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر:نړۍ دې د کارګرو...

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر:نړۍ دې د کارګرو موضوع نه سیاسي کوي

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د کارګرو موضوع باید سیاسي نه‌شي او نړیوال دې له دې برخې سیاسي استفاده نه کوي.

نوموړي د کارګرو د ټولنې د بیا فعالېدو یادونه کړې او ویلي چې دا بنسټ به د کارګرانو د حقونو د دفاع لپاره یو مهم مرجع وي.

عمري ادعا کړې چې د پخواني نظام پر مهال له دې بنسټ څخه ناسمه استفاده کېدله، خو اوس یې د بیا رغونې هڅې روانې دي.

هغه ټینګار کړی چې د کارګرو د ستونزو حل ته کار کېږي، خو بل لور ته یو شمېر خلک لا هم د کاري فرصتونو له کمښت شکایت کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here