د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی او امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعات د خبرو مهم محورونه وو.
دواړو لورو همداراز په سیمه کې د مثبت تعامل، ثبات او د متقابل تفاهم د پراخېدو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

