سه شنبه, اپریل 28, 2026
Homeافغانستانشوکت میرضیایف:افغانان ډېر زحمتکښ او د بډایه کلتور لرونکي دي

شوکت میرضیایف:افغانان ډېر زحمتکښ او د بډایه کلتور لرونکي دي

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل ولس او چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره د دوستۍ او ورورولۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

هغه په تاشکند کې یوې غونډې ته په وینا کې افغانستان د ستراتیژیک شریک په توګه یاد کړی او افغانان یې زحمتکښ او د بډایه کلتور لرونکي بللي دي.

د هغه په وینا، له افغانستان سره نږدې همکاري نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي ګټې هم لري.

میرضیایف ټینګار کړی چې د افغانانو هڅاند طبیعت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي او پیاوړې ملګرتیا د سیمې ثبات ته هم ګټه رسوي.

په همدې غونډه کې د اوزبېکستان د بېلابېلو ولایتونو چارواکو هم د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خپل پلانونه شریک کړل.

د فرغانې والي ویلي چې افغانستان ته د پانګونې او صادراتو لپاره پراخې طرحې چمتو شوې دي.

د اندیجان والي بیا اعلان کړی چې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو تړون شوی، چې یوه لویه برخه به یې په ۲۰۲۶ کال کې عملي شي.

همداراز د سرخان‌دریا والي افغانستان د خپلو صادراتو لپاره مهم بازار بللی او ویلي یې دي چې هڅه کوي سږکال خپل صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسوي، چې نیمایي به یې افغانستان ته ځانګړي شي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم د اوزبېکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیات شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here