د راپورونو له مخې، د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی رئیس وحید اصغري تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی او جسد یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
سرچینې وايي، نوموړی د روانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ د کابل ښار د قلعه فتحالله له سیمې څخه، د خپل کور ته څېرمه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و.
د معلوماتو پر بنسټ، د هغه جسد نن ورځ د عدلي طب له لوري کورنۍ ته وسپارل شو.
وحید اصغري د افغانستان د سنوکر فدراسیون د رئیس په توګه کلونه فعالیت کړی و او د دې ورزشي برخې له پېژندل شوو څېرو څخه ګڼل کېده.
تر اوسه د دې پېښې د عاملینو او انګېزو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

