د طالبانو حکومت کې یوې باوري امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته د ملا معتصم اغاجان د نیولو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه د نېول کېدو خبرونه ناسم او بېبنسټه دي.
د دغو سرچینو په وینا، نوموړی نه دی نیول شوی او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.
سرچینې ټینګار کوي، هغه ادعاوې چې ګواکې معتصم اغاجان د دیني علماوو د یوه ګډ پلاتفورم د جوړولو یا شخصي پانګونو له امله نیول شوی، حقیقت نه لري او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ خپرې شوې دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د ملا معتصم اغاجان د نېولو خبرونو خپاره کړي وه.

