پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Homeکورپاڼهایران:د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې تر ۳ زره ډېر کسان...

ایران:د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې تر ۳ زره ډېر کسان وژل شوي

د ایران د عدلي طب سازمان مشر، عباس مسجدی، ویلي چې د اسرائیل او امریکا په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له درې زرو اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د بریدونو د شدت او کارول شویو وسلو له امله د نږدې ۴۰ سلنه وژل شویو جسدونه د پېژندنې وړ نه دي پاتې شوي.

د هغه په وینا، دا وضعیت د قربانیانو د هویت معلومولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

مسجدي ویلي، سره له دې، د عدلي طب ادارې هڅې روانې دي څو د وژل شویو هویت تثبیت کړي او جسدونه یې خپلو کورنیو ته وسپاري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here