د رویټرز د راپور له مخې، په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی او جګړه اوس پنځمې اوونۍ ته داخله شوې ده.
راپورونه ښيي چې د تهران په ګډون پر ګڼو ښارونو دوامداره بمبارۍ د ملکي وګړو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.
د ایران هرانا (د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس) د معلوماتو له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۳۴۶۱ کسان وژل شوي، چې له دې ډلې ۱۵۵۱ تنه ملکي وګړي دي.
د یادې ادارې په وینا، په قربانیانو کې لږ تر لږه ۲۳۶ ماشومان هم شامل دي.
دا شمېرې د میداني راپورونو، سیمهییزو سرچینو او روغتیايي بنسټونو له معلوماتو راټولې شوې دي، ځکه چې د معلوماتو خپرېدل تر سختو محدودیتونو لاندې دي.
بلخوا، د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په ایران کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۹۰۰ کسانو ته رسېږي او شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، په اسرائیل کې د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د بیړنیو خدماتو ادارې د معلوماتو له مخې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

