د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د سیمې هېوادونه که د پرمختګ او امنیت غوښتونکي وي، باید اجازه ور نه کړي چې د ایران پر ضد جګړه د هغوی له خاورې اداره شي.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ایران څو ځله اعلان کړی چې مخکینی برید نه کوي، خو که پر بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي مرکزونو برید وشي، نو سخت ځواب به ورکړي.
پزشکیان د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې زیاته کړې چې که هغوی ثبات او پرمختګ غواړي، باید د ایران دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې له خپلو هېوادونو څخه د جګړې لپاره استفاده وکړي.
هغه ټینګار کړی چې ایران د خپل امنیت او ملي ګټو د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.

