شنبه, مارچ 28, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي هاکان فېدان ته:د امریکا متضاد چلند د ستونزو اصلي لامل...

عباس عراقچي هاکان فېدان ته:د امریکا متضاد چلند د ستونزو اصلي لامل دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د روانو ستونزو اصلي لامل د امریکا متضاد چلند او غیرمنطقي غوښتنې دي.

هغه ویلي چې د امریکا چارواکو خبرې او کړنې یو له بل سره برابر نه دي او دا وضعیت د دوی پر نیتونو شک زیات کړی او د فریبکارۍ په اړه یې بدبیني پیاوړې کړې ده.

عراقچي همدارنګه د ترکیې او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له هغو هڅو مننه کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې ترسره کوي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو له لارې د حل ملاتړ کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here