د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ له لنډ مهاله پرانیستلو وروسته نن د جمعې ورځ یو ځل بیا وتړل شوه.
راپورونه وایي، دا پرېکړه هغه مهال وشوه چې د پاکستان یو سرحدي ساتونکی د افغان لوري څخه د سنایپر په ډزو ټپي شو، خو د طالبانو حکومت مسولینو د پېښې د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.
وړمه ورځ دغه دروازه د پاکستاني لوري له خوا د بند پاتې افغان کډوالو پرمخ پرانیستل شوې وه، خو د وروستي امنیتي وضعیت له امله بېرته وتړل شوه.

