په لندن کې د طالبانو د مخالفانو د غونډې یو ګډونوال، عزیز بارز، پر ایکس لیکلي چې د «باور او همغږۍ پر لور» تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ غونډه د «د افغانستان لپاره ښځې» بنسټ له خوا جوړه شوې وه.
د هغه په وینا، په دې غونډه کې د سیاسي همغږۍ پیاوړتیا او د سولې لپاره د خبرو اترو پر لارو چارو خبرې وشوې، او همدا رنګه، د غونډې په دویمه ورځ د بریتانیا د پارلمان د استازو په ګډون، د “چیونینګ” تعلیمي ویزو، بورسونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه هر اړخیز بحث وشو.
بارز زیاتوي چې ګډونوالو د افغانستان د روان کړکېچ مهم لاملونه د واک انحصار او د سیاسي مشروعیت نشتون وباله، او د خلکو پر ارادې ولاړ نظام او د قانون پر حاکمیت یې ټینګار وکړ.

