جمعه, مارچ 27, 2026
Homeافغانستانشاه حسین مرتضوي:د لندن غونډه د «چای‌خانې کیسې» ته ورته ده

شاه حسین مرتضوي:د لندن غونډه د «چای‌خانې کیسې» ته ورته ده

د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوی، لندن کې د طالبانو د مخالفانو پر وروستۍ غونډې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دې غونډې د ځینو ګډونوالو خبرې «سطحي او د چایخانې د کیسو په څېر» دي.

مرتضوي ویلي، د غونډې ګډونوال داسې خبرې کوي لکه ګواکې د یوه رسمي دولت استازیتوب کوي، حال دا چې د هغوی دریځونه له واقعي وضعیت سره اړخ نه لګوي.

نوموړي همداراز نیوکه وکړه چې د غونډې په پیل کې د پاکستاني پوځ بمبار لخوا د معتادینو «کمپ امید» د قربانیانو د درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا ونه نیول شوه، او نه هم په وروستۍ اعلامیه کې د پاکستان د وروستیو اقداماتو غندنه وشوه.

مرتضوي پوښتنه وکړه، که د دغو مهمو موضوعاتو یادونه د غونډې لپاره لومړیتوب نه لري، نو ایا یوازې یادګاري عکسونه اخیستل د ګډونوالو اصلي هدف دی؟.

د هغه په وینا، دا ډول غونډې باید له سمبولیکو حرکتونو تېرې شي او د افغانستان د مهمو ستونزو په اړه واضح او مسوولانه دریځ غوره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here