چهارشنبه, فبروري 18, 2026
Homeکورپاڼهعلي خامنه‌ای:د ایران د توغندیو په اړه د امریکا لاسوهنه بې‌ځایه ده

علي خامنه‌ای:د ایران د توغندیو په اړه د امریکا لاسوهنه بې‌ځایه ده

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای ویلي چې ایران باید داسې قوي وسلې ولري چې د دښمن تر پښو لاندې نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د هېواد دفاعي توان د ملي امنیت د ساتنې لپاره اړین دی.

خامنه‌ای زیاته کړې چې امریکا بې‌ځایه د ایران د توغندیو او د هغوی د واټن په اړه لاسوهنه کوي او دا موضوع امریکا پورې هېڅ تړاو نه لري.

د هغه په وینا، د ایران دفاعي پروګرامونه خپلواک دي او د بهرنیو فشارونو له مخې نه تنظیمېږي او په وینا یې د سوله‌ییزې اټومي ټکنالوژۍ صنعت د هېواد د مدیریت، انرژۍ تولید او علمي پرمختګ لپاره دی، نه د جګړې لپاره.

خامنه‌ای ټینګار کړی چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري.

د ایران ستر مشر خبرداری ورکړی چې که مخالف لوری کومه تېروتنه وکړي، نو د پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

خامنه‌ای ویلي چې د امریکا د امپراتورۍ د زوال له نښو څخه یوه هم دا ده چې سیاستونه یې له منطق څخه لېرې شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here