د ایران یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، تهران د منځني ختیځ هغو هېوادونو ته چې په خاوره کې یې امریکايي پوځي اډې شته، رسمي پیغامونه لېږلي او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا پر ایران پوځي برید وکړي؛ نو ایران به د دغو هېوادونو دننه امریکايي اډې په نښه کړي.
د راپور له مخې، ایران له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې غوښتي چې واشنګټن له هر ډول پوځي اقدام څخه راوګرځوي، ځکه دا به د سیمې امنیت له جدي خطر سره مخ کړي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په ایران کې پراخ لاریونونه روان دي او د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې د وژل شویو شمېر نږدې ۲۶۰۰ کسانو ته رسېدلی.
راپور زیاتوي چې د تهران او واشنګټن اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي او مستقیم تماسونه هم ځنډول شوي دي.
رویټرز وايي، دغو څرګندونو د سیمې کړکېچ لا پسې زیات کړی او د پراخې جګړې د خطر اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

