سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانواشنګټن پوسټ:طالبان د سپوږمکۍ د غولولو لپاره رسامي شوې الوتکې کاروي

واشنګټن پوسټ:طالبان د سپوږمکۍ د غولولو لپاره رسامي شوې الوتکې کاروي

واشنګټن پوسټ په خپل تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبان د افغانستان د واک تر بیا نیولو څلور کاله وروسته هم نه دي توانېدلي د امریکا او ناټو له پخوانیو پوځي اډو څخه پراخ او اغېزناکه استفاده وکړي.

د راپور له مخې، که څه هم طالبانو تر ۲۰۲۱ کال وروسته اعلان کړی و چې دا اډې به د دوی د پوځ د مرکزونو او ځانګړو اقتصادي زونونو په توګه کارول کېږي، خو د سپوږمکۍ انځورونه، پرانیستي معلومات او د سیمه‌ییزو چارواکو څرګندونې ښيي چې دا تاسیسات تر ډېره بې‌ګټې پاتې دي او یوازې محدود پوځي کارونه پکې کېږي.

واشنګټن پوسټ لیکي، طالبان د بګرام هوايي اډې په ګډون د مهمو پخوانیو امریکايي تاسیساتو د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، خو د دغو اډو ډېری درنې وسلې او الوتکې یا تخنیکي ستونزې لري او یا هم د کار وړ نه دي.

راپور زیاتوي، چې په ځینو اډو کې د اصلي الوتکو پر ځای جعلي الوتکې ایښودل شوې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو حکومت اوس په غیر رسمي ډول مني چې یادې اډې کومه اقتصادي ګټه نه لري، خو ټینګار کوي چې پوځ یې له دغو تاسیساتو څخه د روزنې او امنیتي موخو لپاره استفاده کوي.

اسفندیار میر، د سټیمسن سنټر د جنوبي اسیا څېړونکی، واشنګټن پوسټ ته ویلي:
«ډېری هغه پوځي تجهیزات چې طالبانو تر لاسه کړي، له کاره لوېدلي دي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here