د اسلاماباد د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په خپل نوي راپور کې ویلي چې په روان کال کې د پاکستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی.
یاد سازمان ویلي، چې د ژمنیو یوولسو میاشتو په پرتله امنیتي پېښې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.
راپور ښيي چې له جنورۍ تر نومبر پورې په بېلابېلو بریدونو او امنیتي پېښو کې ټول ۳ زره ۱۸۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ زره نور ټپیان شوي دي.
د مرکز په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه پیچلي دي او په ځینو سیمو کې لا هم د وسلهوالو فعالیتونه ستره ستونزه بلل کېږي.

