په اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د سیمې د اوسني وضعیت په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانان خپلې نیمګړتیاوې مني؛ خو افغانستان د کورني او عقیدتي جګړې له حالت څخه وتلی او د بشپړ حاکمیت تر سیوري لاندې وړاندې روان دی.
مشعل وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې ځینې افغان سیاستوال فاسد وو او د بهرنیو لپاره یې کار کاوه؛ خو هغه ټینګار کوي چې د پاکستان په نظامي بنسټونو کې داسې کړۍ موجودې وې چې د پاکستان حاکمیت یې په بیا بیا بهرنیو قدرتونو ته «کرایه او پلورلی» او د سیمې د بېثباتۍ ریښې یې کرلې.
د ده په وینا، د پاکستان امنیتي ستراتیژي د لسیزو لپاره د بهرنیو اجنډاوو د پلي کولو وه.
مشعل زیاتوي چې پاکستان نن د ژورو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو لاندې دی او د نړۍ بدلېدونکی نظم نور هغه پخوانی ابهام نه مني چې اسلاماباد پرې د چين او امريکا ترمنځ تګلاره چلوله.
نوموړي وویل چې افغانستان په بشپړه توګه پر خپله خاوره کنټرول لري او نړۍ یې د داعش خراسان پر ضد جګړه پېژني؛ هغه جګړه چې د ده په تعبیر رېښې یې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته دي.
هغه افغانستان د سیمې د نښلونې او ثبات نوې تګلارې مهمه نقطه وبلله.
مشعل له پاکستان څخه وغوښتل چې د سیمې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي او د بدلون نوې دورې ته ځان چمتو کړي.

