د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې د ګډون لپاره نیویارک ته د سفر پر مهال ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره به د خپلو وروستیو «بریاوو» او پر راتلونکو فرصتونو خبرې وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د اسمبلۍ په وینا کې به د هغو مشرانو پر ضد غږ پورته کړي، چې فلسطین یې په رسمیت پېژندلی دی.
نتانیاهو ویلي، په نیویارک کې به د اسراییلي وګړو، پوځیانو او هېواد په اړه «حقیقتونه» څرګند کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په واشنګټن کې به له ټرمپ سره د حماس د ماتولو، د ټولو برمته کسانو د ازادولو او د سولې د پراخولو په اړه هم بحث وکړي.

