د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ اړیکو کمېټې پر راپور نیوکه کړې.
که څه هم ټاکل شوې چې یاد راپور به نن خپور شي؛ خو خلیلزاد ویلي چې د دغه راپور ځینې برخې یې له سي بي ایس رسنۍ خپرې شوې دي.
خلیلزاد ویلي، په راپور کې راغلي چې د امریکا پوځ د خبرو په وخت کې له طالبانو سره ښکېل نه وو او که حقیقت همدا ډول وي؛ نو دا راپور غلط دی.
د یادونې ده چې دا راپور د درې کالونو څېړنه ده، چې د مکمکال او د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري رهبري شوی.

