نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نیویارک کې د سېلانیانو یو بس د سړک له کنټرول وتلی او چپه شوی دی، چې په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، په دغه بس کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو او د ډېری ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو لهمخې، بس د نیاګارا له افشار نه نیویارک ښار ته پر لاره و چې د زیات سرعت له امله چپه شوی دی.
د امریکا د ملي ټرانسپورټ ادارې د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنه پیل کړې، او چارواکو ویلي چې ډېری سپاره کسان د اسیایي هېوادونو اوسېدونکي وو.

