اسرائیل د الجزیرې شبکې د یو مشهور خبریال انس الشریف او د هغه د څلورو همکارانو په وژلو سره په پراخه کچه غندل شوي دي.
د اسرائیلو چارواکو ادعا کړې چې انس الشریف د حماس فعال و؛
خو دغه ادعا د الجزیرې شبکې له خوا په کلکه رد شوې ده.
د یادونې ده چې تېره ورځ د الجزیرې خبریالان انس الشریف او محمد قریقه د کمرهمینانو ابراهیم زاهر او محمد نوفل سره یو ځای د اسراییلو په هوايي برید کې په غزه کې وژل شوي دي.

