جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په باجوړ کې د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز...

خیبر پښتونخوا؛په باجوړ کې د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د امنیت د ټینګولو په موخه د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

دغه بندیز به هره ورځ د سهار له ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې وي او په ښار او کلیوالو سیمو دواړو کې به عملي کېږي.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه به د سیمې بشپړ کنټرول ولري او د بندیز ماتونکو پر وړاندې به قانوني چلند کېږي.

چارواکي وایي، چې دا ګام د ترهګرو پر ضد د عملیاتو او د ولس د خوندیتوب لپاره اخیستل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د سولې هڅو د ناکامېدو وروسته د ټي‌ټي‌پي او پوځ ترمنځ جګړې بیا پیل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here