لیکوال: انور مزل
زموږ ټولنه په واقعي مانا هم له ښځو سره تل په ظلم آو ناروا کې اوسيدلې،مګر خبره داده چې ولې ان خپله ښځينه قشر هم د دغه بد تعبير او رواج په وړاندې نه ليکل وکړل نه یې هغسې لکه څنګه چې په کار وه، ټولنې ته وړاندې کړل.
په دې پوښتنه کې خپله بیا يو سوال دا دی چې نارينه خو خېر، ولې آن خپله ښځينه قشر هم ددغه بد چلند تعبير لکه څنګه چې پکار وه هغسې ونکړل.
د دې دواړو پوښتنو ځواب يو کېدلی شي، او هغه دا چې موږ تل استعداد ته نه بلکې شناخت ته کتلي او کله چې خبره د ښځينه قشر شي نو بيا خو بيخي خپلي طبیعې ته ګورو.
دغسې حالت سره لدې چې سخت ځورونکي دي، يو بل ځورونکی کار يې دا هم دی چې تل پکې د استعداد وړ کسان ورکيږي، شناخت ته ارزښت ورکول کېږي او د هغه نجونو او ښځو بې مانا څيزونه هم د شهکارونو په نوم خپروو چې موږ ورسره يو ډول اړيکې لرو.
واقعيت دا دی چې که پښتو شاعري وکتل شي ځيني ښځينه شاعرانو بيخي په ښو موضوعاتو ليکل کړي خو داچې موږ ورته د لوستلو وخت ندی بېل کړی دا ځانته خبره ده.
میرمن پروین ملال همداسې يو څوک ده ما څه وخت وړاندې د هغي « کونډه » نظم لوستی وه بيخي راته عالي وه، او اوس مې چې تازه د هغې ستي نظم وليده نو په زړه کې مې د خوشحالۍ يوه څپه تېره شوه ويل مې پښتو څه يوه د ټولنې واقعي شاعره لري.
د مېرمن پروين ملال ښه والی دا دی چې ټولنه يې مطالعه کړې، د خپل ځان په وړاندې يې د ټولنې طلسم او ظلم مطالعه کړی او بيا یې ورته د شعر ژبه ورکړې ده.
ستي کېدل همداسې يو بد رواج دی. داسې مې د دې موضوع په اړه واورېدل چې دا د کندهار شا و خوا کې يو رواج دی د کومې نجلۍ چې ورور نه وي، نو د ميراث د خوندي کېدلو لپاره په کور ويښته سپينوي، او هلته عمر تېروي.
داسې به څومره ښځې ددغه بد رواج قرباني شوي وي، مګر د کومې انجلۍ احساس ته چې ميرمن ملال ژبه ورکړې هغه بيخي بيله ده.
ميرمن ملال د دې نظم لپاره د يوې داسې انجلۍ ژبه غوره کړي چې هغه خپله ستي شوې ده او د دې نظم په ښه والي کې لا زيات والی راولي. ددي نظم يوه برخه داسې پيليږي..
د کلي ټولې رمې لنګې شولې
سپينو شيدو يې د کوچۍ د انغري
څوکې ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوی مې اوس
په مسجد کې د الف د قد صراط لولي
لور يې ګاونډ ته ناوکۍ ودروي
دا تېره شپه يې د نکریزو شپه وه
زما همزولې غوټۍ سږ کال د مېړه
سره و حج ته درومي
….
د دې نظم لوی کمال دا هم دی چې لومړی يوې بېچاره شوې ستۍ پيغلې او يوې داسي پيغلې چې ټول ارمانونه يې رژيدلي د هغي له خولي د خپلو همزولو د ګډ ژوند ښه ژوند او اولاد د مينې کيسې کړې دي، د دې نظم غيرې ارادي پيغام دوه ګيلې هم دي يوه ګيله يې له خلکو ده چې ولې يې ستۍ کړي او بله ګيله يې له خپل خالقه ده چې ستۍ ژوند يې ور په برخه کړي دي.
خو د دې ستۍ شوې پيغلې انځور داسې وړاندې شوي چې دا د يو ملک يو خان يو بل چا لور وه خو بيا هم ددغه بد رواج په دايره کې راغله دا ځکه يو ځای ان د خپل بزګر د لور ښه ژوند بيانوي دا وايي
زموږ د بزګر دريمه لور تورپیکۍ
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کې
ښار ته لاړه
خو د دې نظم په پای کې د خپلې هغې بې وسې کيسه کوي، چې د ستي توب له لاسه چې ورته رسېدلې دا وایي چې زما زلفې چا هم يادې نکړې. زما په بارخو هيچا هم ګوته را ونښکلې، ماته هیچا هم په مينه ونه کتل زما لپاره کله هم څوک رانغلل چې راشه زموږ خورلڼه يې نن مو ښادي ده.
دا ستۍ شوې پېغله خپل بد حالت داسې بيانوي
زما د بارخو په ګلابي پاڼه کې
يو چا د عشق کيسه ليکلې نه ده
زه يم ستۍ ستۍ
زه د بابا زه د نيکه
زه د غور نيکه او ستر نيکه ان له ادمه تر
دې دمه پورې د خپل نيکه د وينې پور وړمه، زه د بابا کلا کې خپل
سپين وربل تور وړمه
زه يم ستۍ د
ژوند په باب کې يوه سپينه پاڼه…
دا شعر د ټولنې له يو بد انځور وړاندې کولو سره يو د نړۍ شهکار هم دی، يو بغاوت هم دی، د يوي په زور بندي شوې پيغلې د احساساتو زور هم دی، او په ټوله کې يو لوی شهکار هم دی، چې په شهکاره بڼه پنځېدلی دی.
د دې نظم ثاني به کمه وموندل شي، خو عالي هم دی.
ملال تر دې هم عالي او شهکار شعرونه لري چې سپړل يې هيڅ بې ګټې نه دي.
په دې هيله چې ښځينه شاعرانې د اغلې ملال په قدم قدم کيږدي، او د خپلو ورسره شويو ظلمونو د اظهار ژبه ومومي.
ماخذونه
خان زمان کاکړ ؛؛ پښتني ليد لوري
د پروين ملال شاعري