ژباړه: سمسور ودان
زما عمر ۹ یا لس کاله و چې ابا له کوره په څښولو څښولو کور څخه کوره کړم. ما په چیغو چیغو تا ته نارې در وهلې، مګر تا په بې حسي او ډار سره را کتل. یوازینی شی چې حرکت یې درلود ستا اوښکې وې چې د ابا د غوسې پر وړاندې هم نه درېدلې. ستا هره اوښکه د دې ثبوت و چې د ابا له دې کاره ناخوښه یې؛ خو ته د ابا هرې خبرې منلو او تسلیمولو باندې مجبوره وې.
د کلیوالو پېغورونو، د خپلوانو طنزیه خبرو او د خلکو وږیو نظرونو څخه به چې ابا بې قابو شو نو د خپلې تورې څرمنې په څپلکو یې زما څرمن وېستله.
په خپل جسم له څپلکو راپیدا شویو نښانونو سره به مې هغې تورې جونګړې ته منډه کړه چې په ټول کور کې زما یوازینی پټنځای و.
چې د وهلو ورځ به ختمه شوه او شپه به را ورسېده نو ته به له ابا پټه راغلې، زه به دې سینې ته در نیږدې کړم، په ټیکري به دې زما ټپونه ټکور کړل، زما سر به دې په غېږې کې نیولی و او ساعتونه ساعتونه به راسره ناسته وې، زما په غلي کولو کولو به دې خپلې سلګۍ غلې شوې. د اهونو او سلګیو له انګازو پرته په دې توره جونګړه کې بل هیڅ نه اورېدل کېدل. موږ دواړو د اوښکو په ژبه خبرې کولې. زما په اوښکو کې بې شمېره پوښتنې وې، چې اخیر ولې ابا یوازې له ما څخه نفرت کوي؟ ولې کور ته د میلمنو له راتلو سره ما هم د کور په تیاره ګودام کې بېکاره سامانونو سره بند کړي؟ او تر څو چې د خدای رحمت (مېلمانه) زموږ له کوره تللي نه وي، ما ته د ازادۍ اجازه نه راکول کیږي. دا د خدای رحمت هر ځل ولې ما ته زحمت شي؟
بس کله ناکله به دې په تندي یا لاسونو تر ښکلولو وروسته ثابته کړه چې خپل شهزاده زوی سره مینه لرې.
د یوې پوښتنې په بار بار کولو به ستړی او بالاخره ویده شوم، چې اخیر له ما کومه داسې خطا شوې چې د خپلو نورو وروڼو او خویندو په څېر د ابا د مینې حقدار نه یم؟!
هاو… ستا په غېږ کې له ویده کېدو وړاندې مې دا دعا کوله چې خدای شپه هیڅ ختمه نه کړې؛ خو سهار به شو او تا به بیا د هغې روایتي ښځې جامه واغوسته، چې د ابا او ټولنې له ویرې به یې ما سره ښکاره مینه نشوای کولی.
کومه ورځ چې ابا له کوره ووېستم؛ په هغه ورځ زما ګناه صرف دومره وه چې ستا په سینګار مېز ایښې سرخي باندې مې خپلې شونډې سرې کړې، ستا سور ټيکری مې پر سر کړ، ستا د لاسونو بنګړي مې په خپلې مټې کې واچول او ستا (ټک ټک کوونکې سنډلې) مې په موسکا موسکا پښو کړې. لا به مې ځان ته کتلي نه و، چې ابا راغی او په ما یې د ګوزارونو باران پیل کړ. ډېره بښنه مې ترې وغوښته؛ خو زما یوه خبره یې هم نه اورېده. بېا یې په ښکنځلو پيل وکړ، زه یې په ځمکه وڅښولم. د نرښځيه! نرښځیه! تر ویلو وروسته یې کور څخه وشړلم او د تل له پاره یې خپلوانو نه لیرې کړم.
زما له پاره د ابا وروستي الفاظ دا و چې: سر له ننه ته زموږ له پاره مړ شوې.
چې دا خبره مې واورېده؛ هغه لاسونه مې سست شول چې د ابا پښې مې ټینګې پرې نیولې وې. زما د عذرونو ژبه غلې شوه او اوښکې مې ودرېدې؛ ځکه زه پوهېدم چې ابا له خپلې کړې خبرې کله هم نه اوړي. او ته مورې… تا خو تر اوسه د ابا د یوې ناروا پرېکړې خلاف هم د (نه) ویلو همت نه و کړی.
بېا نو ابا دلته پرېښودم، چېرې چې یو (ګرو) اوسیږي. هغه له امجده زما نوم علیشاه ته بدل کړ او نڅېدل یې را وښودل. هر وخت به یې څارلم، خو ما ته به چې هر وخت موقع پیدا شوه نو کور سره د لېونۍ مینې له امله به مې رامنډې کړې، خو د ابا وروستۍ خبرې به په دروازه کې ایسار کړم. د دروازې له چولې به مې چې ته د تنور په غاړه له ګرمې ډوډۍ سره ولیدلې نو لوږه به مې را وپارېده او بیا به چې تا په خپلو لاسونو زما د کشرانو وروڼو او خویندو خولو ته نواله ور پورته کړه، نو زما به هم له حسرته خوله خلاصه پاتې شوه. د دې حسرت پوره کولو لپاره به مې ډېر کله کور څخه بهر ایښې وچه ډوډۍ په خپلو اوښکو لمده خوړله.
وروستي اخترونه خو تنها وو، مګر کله چې کور نه لا شړل شوی نه وم، ابا به د اختر په ورځ د هر یو لاس باندې اختری کېښود خو زما لاس به همداسې خلاص پاتې شو. چې د هر ماشوم لمن به له مینې ډکه شوه زما به خالي پاتې کېده. چې ابا به له شفقته د هر یو په سر لاس کش کاوه زما سر به همداسې ځوړند پاتې شو.
په انګړ کې ولاړ د ابا سایکل به مې چې کوڅو څخه تېرېدونکی ولیده نو زړه کې به مې وګرځېدل چې کاش ابا فقط یو ځل سایکل ودروي او ما له سینې سره ولګوي! خو زما دا هیله به هیله پاتې شوه.
د کور پرېښودو له عذاب وروسته په ما یو بل عذاب نازل شو، چې درد یې ان زما روح زخمي کړ. څو شریفان (ګرو) ته راغلل او زه یې ترې بوتلم، په زور یې جامې را څخه ووېستلې او د خپل هوس ښکار یې کړم.
مورې! زه دومره کوچنی او کمزوری وم چې د تکلیف له امله بې هوښه شوی وم. په همدې بې هوښۍ کې یې بېرته (ګرو) ته ور حواله کړی وم.
بیا دا لړۍ دومره دوامداره شوه چې زه هره ورځ په خپلو نظرونو کې غورځېدم او مړ کېدم. څه مې کړي وای؟ اوس مې بل پټنځای هم نه درلود.
بیا همدې کار ته ګرو زما د پېشې نوم ورکړ. له هغه څو وارې وتښتېدم، دروازې په دروازې مې د وظیفې لټه پیل کړه، خو له مایوسي پرته مې هیڅ څه لاس ته رانغلل. هر ځل مې د ګرو په در کې پناه ترلاسه کړه.
زموږ وجود په ټولنه کې لکه ښکنځله، که چا ته ښېرا هم کوو نو ورته وایو: ځه خدای دې ستا په کور کې هم زموږ په څیر یو شی پیدا کړي. حال دا چې زموږ په وینو کې هم سره وینه بهیږي، زموږ پیدا کوونکی هم هغه ذات دی چې دوی یې پیدا کړي، زموږ سینو کې هم د دوی په څېر زړه دربیږي. نو بیا د کومې ګناه سزا راکول کیږي؟ زموږ جرم څه وي؟ ممکن قصور مو همدا وي چې زموږ وینه سره او د ټولنې سپینه ده.
مورې! زه ټول ژوند د ژوند تېرولو په امید وژل کېدلم، د سپینې وینې خلک مو کله د مذهب او کله بیا له جسم فروشۍ د انکار په تور وجودونو باندې ګولۍ وچلوي.
ما سره هم داسې وشول، په دزو وویشتل شوم، چې په هوښ راغلم نو ډاکټر د هیلو دریڅه راښکارول وغوښتل، په غوږ کې یې ورو راته وویل: که ته همت وکړې بېرته ژوند ته راګرځېدلی شې!
ما په ډېر تکلیف شونډې وښورولې او ډاکټر صاحب ته مې وویل: که زه همت وکړم او ژوند ته هم را وګرځم نو څوک به مې ژوند تېرولو ته پریږدي؟
چې د مرګ پريښته زما خوا ته راغله نو د ژوند څو شېبې مې ترې وغوښتې، نه پوهېږم ولې مې دا ځله هیله وه چې ته به په منډو راشې، (زما زویه) له ویلو سره به مې سینې ته در نیږدې کړې، سر به مې په غېږ کې کېږدې، ټپونه به مې ټکور او بیا به مې له دنیا رخصت کړې. خو د ملک الموت دا څو شېبې مهلت هم رانکړ.
اوریدلي مې دي چې د قیامت په ورځ اولادونو ته د مور په نوم غږ کیږي! بس له تا مې همدومره هیله ده چې هغه ورځ مخ راڅخه مه اړوه.
ستا د مینې لېوال
ستا زوی