دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeښځېد مینې او ښځو شاعر؛ نزار قباني"ښځه ښایسته ده او تر هغې...

د مینې او ښځو شاعر؛ نزار قباني”ښځه ښایسته ده او تر هغې ښایسته، د هغې پلونه دي، د کاغذ پر پاڼو…”

لیکواله: کامله عزیزي
ـ
په ۱۹۳۸م کال د سوریې په دمشق ښار کې یوې نجلۍ ځان وواژه. هغه یې کورنۍ له خوښې پرته بل چا ته کوژدن کړې وه.
نجلۍ د نزار قباني خور وه، د دې پېښې پر وخت د قباني عمر فقط پنځلس کاله و، خو د خور د دغسي ناڅاپي او بې وسي مرګ دومره اغېز پرې وکړ چې هغه وخت یې لا پرېکړه وکړه، تل به له هغه څه سره جنګېږي چې د خور د قتل سبب یې شوی.
ځکه خو لیکي؛
“مینه د عربو په نړۍ کې زنداني ده، غواړم ازاده یې کړم، غواړم په شعر مې د عربو روح، حس او جسم ازاد کړم، زموږ په ټولنه کې د ښځو او نارینه‌وو تر منځ اړيکي هیڅ ښې نه دي”
د قباني د ماشومتوب پر وخت د دوی ښار “دمشق” د جنګونو مرکز و، دی د یوې غریبې کورنۍ هلک و، پلار د عربي حلوا یو کوچنی دوکان درلود.
هغه د پلار په اړه وایي؛
“یو سهار وختي عسکر له ټوپکونو سره پر کور راننوتل، پلار یې په ټانګ کې صحرایي زندان ته یووړ.
او زه هغه ورځ وپوهېدم چې پلار مې د خوږو له پخولو ورهاخوا نور کارونه هم کول”
نزار قباني په دمشق کې د حقوقو له پوهنځي فارغ شو، مګر د هغه روح او احساسات ټول د یوه شاعر و، دی د پوهنتون د وخت په اړه وایي؛
د روم، نړیوال او اساسي قانون او د سیاسي اقتصاد کتابونه داسي وراته لکه د اوسپنې دېوالونه چې مې پر سینه ولاړ وي، د قانون مواد مې له ناچارۍ حافظې ته سپارل…څه چې مې لوستل زه یې نه جذبولم، کله چې به درس نه و، نو پر کتابونو به مې پر پنسل شعرونه لیکل، د شریعاتو د کتاب د تشریح لپاره مې یو شعر ولیکه، خو د کال په پای کې چې مې د دې کتاب امتحان ورکړ نو زما نمرې له ډېرو بدو نمرو وې”
دۀ هیڅکله وکالت ونه کړ او تر دې یې د هېواد دیپلوماتي غوره وبلله، دا دنده یې شل کاله وکړه او بېلابېلو هېوادونو ته یې سفر هم پکې وکړ چې دا یې د شعر د پراخي او لا ښه‌والي سبب شو.
دی وایي؛
ډېر شعرونه مې په سفر کې لیکلي، که د مېخ غوندي پخپل وطن کې ټکوهلی پاته وای، نو د شعر څېره به مې څرنګه وه؟
خو هر څومره ژبې چې مې زده کړې دمشقي الفبا یې نه دي رانه هېر کړي او د نړۍ څومره مېلمستیاوو ته چې تللی یم دمشق مې هم راسره وړی دی.
پر نزار قباني به دا نقد ډېر کېده چې ولې یې ښځه او مینه ډېره یاده کړې، خو وطن یې هېر دی؟
قباني یې په ځواب کې وایي؛
د دې پوښتنې بڼه ډېر مضره ده دوی د وطن او ښځو پر تعریف نه پوهېږي؟ که فکر کوي وطن بېل کړي؟ اصلاً دوی په دې ډېر ځورېږي چې ولې د ټولنې په اړه شعرونه لیکم.
زما په نظر وطن یوه کلمه ده چې له میلیونونو شیانو جوړه ده؛
د باران له څاڅکو نیولې، د ډوډۍ تر یوې ټوټې، د ونو تر پاڼو او د مور تر جاینمازه؛ نو له دې نظره وطن په هرڅه کې دی چې زه تل یې یادووم.
خو په ۱۹۶۷ کې چې د اسرایلو او عربو په جنګ کې عرب مات شول، نزار وایي له هغه وروسته مې ګل او ټوپک په یوه لاس کې ونیول…
د قباني د شعر بڼه هم له دې ماتې سره واوښته، شعر ته یې سیاست داخل شو او د ده شعرونه یې په دوو څانګو ووېشل؛ مینه او سیاست.
خو دا چې د هغه د شعر بڼه نوې، ښکلې، روښان فکره او پراخه وه، ځکه به یې ډېر وخت معشوقه، مور او وطن په یوه شعر کې هم راونغښتل، قباني لیکي؛
په ادبیاتو کې له وطن سره بې طرفي کول، د هغه وطن مرګ دی.
شاعران او ادیبان د اشغال پر وړاندي د مقاومت په شریانونو کې د تازه وینې غوندي دي او باید دا جریان همداسي تازه وساتل شي.
هغه د وطن لپاره ډېر شعرونه ولیکل، دی په یو شعر کې کې چې قدس ته یې لیکلی وایي؛
ای قدس اې زما ښاره
ای قدس اې زما مینې
سبا سبا د لېمو ونې غوټۍ کوي
سترګې غواړي وخاندي
او مهاجرې کوترې غواړي ستا پر پاکو بامونو کېني
ماشومان دویم ځل د لوبو لپاره راځي
پلرونه او ولادونه ستا پر شنو غونډیو یوه بل ته رسېږي
اې زما خاورې اې د سولې او زیتون وطنه…
هر لېمو نوی پیدا شوی ماشوم دی
او نږدې ده چې لېمو تمام او ونې یې وچې شي….
له سیاسته ور هاخوا که یې شعر ته وکتل شي نو پوهېږو چې دی روښان فکره، فمینیست او د خوښیو لټونکی شاعر و، ځکه دی د خپل شعر د هدف په اړه پخپلو خاطرو کې لیکي؛
پوښتنه کوي؛ ولې شعر لیکې؟
زه د دې لپاره شعر لیکم چې د خوشالیو فضا په جهان کې لویه او د خپګانونو وړه شي، شعر لیکم چې د نړۍ چاپېریال بدل کړم….لمر مهربانه، اسمان ابي او د سمندر شور ارام وښایم…ولې شعر لیکم؟ ځکه زما د هیلو یوه برخه داده چې د عربو د نړۍ جغرافیه پر کلماتو تغییر کړم…
د ده تر شعرونو ور هاخوا د ژوند خوشالي هغه وخت ډېره شوه چې پر یوې عراقۍ نجلۍ میین شو. معشوقه یې “بلقیس الراوی” د ژوند ملګرې شوه او د شعر ملکه یې هم.
بلقیس یو ځل بیا د قباني د شعر نړۍ ته یو بېله ښکلا راوړه.
دی مینې ته تر تسليمېدو وروسته وایي؛
ته ړنده وې؟
تا نه لیدل چې ټول زړه مې
څنګه په سترګو کې را ټول شوی و…
ایا شکمنه یې؟
ته چې مې زړه ته راغلې
هغه د تاریخ تر ټولو ډېره ښکلې ورځ او یو بهترین نړیوال خبر و…

کله چې خدای
پر نارینه‌وو ښځې ووېشلې
او ته یې ماته راکړې
احساس مې کړه ماته یې شراب راکړل
نورو ته غنم
ماته یې د ورېښمو کالي راکړل
نورو ته د پنبه
ماته یې ګل راکړ او هغوی ته بې پاڼو خاښونه…
زما محبوبې
که چا زما په اړه وپوښتلې، ډېر فکر مه کوه او په ټول غرور ورته ووایه؛
ورباندي ګرانه یم، بېخې ډېره ګرانه…
خو په ۱۹۸۱م کال د ډسمبر ۱۵ مه د سه شنبې په سهار د بیروت ښار یوې درنې چاودنې ولړزاوه او د قباني د خوښیو دنګه ماڼۍ یې هم ونړوله، بلقیس هم د همدې پېښې قرباني شوې وه.
بلقیس
تللې وې
چې د کوڅې په سر کې انار واخلې
خو ستا د وینو دانې یې راوړې
بلقیس
کله چې یې د بیروت له ویرانو کوڅو
ستا جنازه پورته کړه
هغه وخت وپوهېدم چې له شنې زغونې سره مې ژوند کاوه…
کله چې ښکلې ومري
ځمکه خپل توازون له لاسه ورکړي
سپوږمۍ سل کاله ماتم اعلان کړي
شعر بې خونده شي مانا وبایلي…
دلته د قباني شعر ته د معشوقې د ابدي بېلتون درد هم ور اضافه شو چې د ده ژوند یې بې رنګه، خو شعر یې لا ور رنګین کړ.
له دې پېښې وروسته دې د خوښیو لټوونکي شاعر مرثیې ولیکلې، پر وطن میین خپل ښار د تل لپاره پرېښود او له دمشقه ډېر لرې لاړ.
په لندن کې یې تنها ژوند ښه وباله او دا هغه وخت و چې د نزار قباني شعرونه او شخصیت نړۍ پېژندلي و.
له ډېرې لري فاصلې یې وطن ته شعرونه ولیکل، معشوقه یې وستایله، د عربو هغه رواجونه چې د ده خور یې قرباني وه وغندل او داسي شاعري یې وکړه لکه هنداره، هر وطن پرست، هر میین او هر غمجن خپل ځان پکې ولید.
پر نزار قباني باندي په ۱۹۹۸م کال کې د زړه حمله راغله او د همدې کال د اپریل په دېرشمه د پنجشنبې په ورځ وفات شو.
قباني به ویل؛ د زړه تر ټولو لوی رنځ قوي حافظه ده.
ښایي د دۀ مرګ د همدې خبرې ثبوت وي.
ـ
د نزار قباني د شعرونو او ویناوو څو بېلګي؛
ما لیدلی
ستاسي ښار یو ښکلی ښار دی
هلته الو خاندي، ګلان خاندي
هلته انار خاندي، باران خاندي
د یاسمین بوټي تر دنګو دېوالونو راتاو
خو مګر ستاسې په وطن کې ولې؟
یو انسان هم نه خاندي؟


خبرې دي د فارس قالینې
او سترګې دي دوې دمشقي مرغۍ دي


مهمه نه ده تر ښځې ډېره دارایي ولرئ
هغې ته یوازې امنیت ورکړئ
ستاسي لپاره به ښایسته وطن شي


کومې چې په زړونو کې دي، ټولې یې نه ویلي کېږې…
نو خدای په همدی خاطر اسوېلي، اوښکې، دروند خوب، دروغنجه خندا او د لاسونو لړزېدل خلق کړل!


که څوک پېژنې
چې تر ما ډېره مینه درسره لري
را ویې پېژنه
چې اول مبارکي ورکړم
بیا یې ووژنم


هغه خلک چې ما پېژني
پوهېږي زه څومره
بخیل یم
او هغه خلک چې تا پېژني
پر هغوی لعنت چې تا پېژني


مينه دي باید تر هغه وخته ژوره نه وي، چې باوري نه شې هغه هم ستا غوندي مینه درسره لري، ځکه د نن ژوره مینه، د سبا ژور زخم دی.


کله چې زړونو ته داخل شئ
هلته په ډېره نیکي ژوند تېر کړئ
**
تړون مو وکړ
څه چې مو تر منځ دي ابدي به وي
هېر مې و چې وپوښتم؛
مینه یادوي که درد؟


زه شاعر یم او یوازینۍ شتمني مي
د شعرونو کتابچې
او ستا ښکلې سترګې دي


څومره ډېرې “ملګرتیاوي” چې مانا یې “مینه” وه سرته ونه رسېدلې.
او پر څومره زیات “څنګه یې” چې مانا یې”درپسې خپه یم” وه، و نه وپوهېدو.


څوک چې راباندې ګران دي، ډېر ترې وېرېږم
ځکه فقط هغه کولای شي ومې دردوي


دردناکې شېبې هغه دي
کله چې پسې خپه شې
او هیچرته نه وي


وروسته له نیمې شپې
هرڅه ارامېږي، پرته له زړه مې


اوس
ټوله نړۍ
تا زما د سپېڅلي لیونتوب پر برکت پېژني.


پسرلي
زما او ستا د مینې له لیکونو
رنګ اخیستی
مینه درسره لرم
او د کرښې پای ته ټکی نه اېږدم


بدنونه نه دي انسانان
عددونه دي
کمېږي هره ورځ


ګرانه احساسه متاسفانه
ځیني وخت دي باید ووژنم
چې ما و نه وژنې.


زما او ستا لپاره همدا بس ده؛
تل مو تر منځ یو راز پاته شي
چې ومو دردوي، او نورو ته نه ویل کېږي.


له راتلونکو ورځو سره څه وکړم؟
کله چې تا نه لرم


زه د ټولو هغو شیانو چې زما له غېږي دي لري کوي، دښمن یم


که جنګ نه وای
ته مې خپل کورته راغوښتې
او ویل مې
وطن ته مې ښه راغلې
ستړې یې چای وڅښه
تا ته مې د ګلونو کوټه جوړوله
او ښایي په غېږ کې مې ټینګه کړې وای
که جنګ نه وای
د لارو پر سر مې د ماینونو پر ځای ګلونه کرل
چې وطن مې ښایسته درته ښکاره شي
که جنګ نه وای
د صندلۍ سرحد ته مې نه کتل
تر څنګ دي کېناستم…


مینه هغه ده چې
زرځله راباندي ګرانه یې
او هر ځل حس کړم چې
د ګرانښت دي لومړی ځل دی


ـــ څه ارمان لرې؟

  • چې په باران کې دي په غېږ کې ونیسم، او ته؟
    ــ د باران ورېدل

له ما وروسته
که چا ښکل کړې
پر شونډو به دي هغه باغ پیدا کړي
چې ما کرلی


او که ماته د انتخاب قدرت راکړي
د دویم ځل لپاره دي مینه تکراروم


که خبرې زما او ستا تر منځ ختمې شوې
د وصال لارې ونړېدلې
جلا او نابلده شو؛ نو
بېرته له سره راسره وپېژنه


ټول تاوینې
مګر زه دي احساسوم


ټول شیان به پرېښوول شي
پرته له هغو عطرو چې خوښېدل یې


د درد تر حده
درپسې خپه یم


بې ډاره
را میینه شه
د لاسونو په کرښو کې مې ورکه شه
نه د یو دوو اونیو، نه د یو دوه ورځو لپاره
د یو دو ساعتونو لپاره
را میینه شه
آه فقط یو دوه ساعته
زما یې له ابدیت سره څه؟


زه بې تا پاته شوم
خو لکه هغه کتاب چې پاڼې پانې ورک شوی وي


ژوند مینه در زده کوي
تجربې دې په دې پوهوي
چې څوک درباندي ګران شي
او وخت در ښيي
چې ته پر چا ګران یې؟


زموږ یې له ازادۍ سره څه؟
کله چې ډېر خرڅېدونکي کتابونه د اشپزې او د خوبونو د تعبیر وي.
یاني زموږ ملت یوازي خوب و خوراک کوي.


ــ‌داسي مې په غېږ کې ونیسه لکه سبا چې مرم
+او سبا څنګه؟
ــ‌داسې مې په غېږ کې ونیسه لکه له مرګه وروسته چې راغلی یم


باران یانې ته بېرته راځې


زما محبوبې
څه چې مې ذهن مصروف کړی دادي؛
ته او سترګي به دي ښې وې؟


مینه د زړورو نارینه‌وو کار دی
ډارنو ته یې میندي ودونه کوي


تل مې د کلیزې د ورځې پوښتنه کوې
نو درسره ویې لیکه؛
ستا د مینې نېټه، زما د پیدایښت تاریخ دی.


کله چې دي په نویو کالو کې ووینم
د هغه باغوان احساس کوم چې
په باغچه کې یې تازه ګل غوړېدلی وي.


د میینېدو لپاره یوې شېبې ته اړتیا ده
او د هېرولو لپاره ټول عمر ته


ستا د نورو میینانو غوندي نه یم
که نور ورېځه درته راوړي
زه باران در اورومه
که نور څراغ په لاس کې درکړي
زه سپوږمۍ درټیټومه
که نور څانګې دربښي نو
زه له خاورو درته ونې هسکومه
که کښتۍ درکړي نور خلک
زه له تاسره په یوه ځای
د یو لري سمندر پر سفر ځمه


که دې داسې نارینه ولید
چې رګونه دي پر شعر بدل کړي
که دې داسي نارینه ولید چې مجبوره دي کړي…زما غوندي
په شعر کې لامبو ووهې
سترګې تورې کړې
او زلفې واړې
هغه ورځ درته وایم؛
له هغه سره لاړه شه
ځکه ماته مهمه نه ده
چې زما یې که د هغه
مهمه دا ده چې شعر درباندي ښکلی وي


دا عطر…چې وهې یې
یوه روانه موسیقې ده
او ستا ځانګړې امضاء
چې تقلید یې نه کېږي


پرېږده را ژوندی شم
له پوسته مې ستا د وجود عطر وکاږه
پرېږده را ژوندی شم
پرېږده له یوې نوې ښځې سره وپېژنم
چې ستا نوم مې له یاده وباسي
او وېښته دي چې پر غاړه مې لا هم تاو دي
رانه بېل کړي
پرېږده په لارو بې تا ولاړ شم
پر څوکۍ بې تا کېنم
پرېږده را یاد کړم د هغو ښځو نومونه چې ستا لپاره مې پرېیښې او وژلې وې
پرې مې ږده چې ژوند وکړم… پرېږده چې را ژوندی شم
د کتابچو له پاڼو بهر راووځه
له بسترې مې
د کافې له پیالې مې
د بورې له کاچوغې
د کالیو له تڼیو
د ورېښمو له دسماله
د غاښونو له برسه
له ټولو کوچنیو شیانو بهر راووځه
چې کار وکړم[ژوند وکړم]


که درباندي ګران یم راته ووایه
نه مې خوښېږي بې غږه مينه راسره ولرې
زه د مینې ځواب
د هدیرې په خاموشي کې نه غواړم


خوښېږي مې سپوږمۍ ته وګورم
هغه وخت چې لا هلال وي
پر هغو شیانو میین یم
چې راتلونکی لري


داسې ورځې به راشي
پر څه چې معتاد یې هېر به یې کړې
یو څوک به پرېږدې
کومې هیلې چې لرې ترې تېر به شې
او په پای کې به
حقیقت ومنې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here