د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکايي پلاوي او د ایران د استازو ترمنځ تازه خبرې “ډېرې ښې” وې او امکان لري چې ژر له دې لوري ښه خبرونه خپاره شي.
ټرمپ دا څرګندونې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې که څه هم د خبرو جزئیات نهشي شریکولای؛ خو “جدي پرمختګونه” پهکې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «نه پوهېږم چې په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به ښه خبر درکړم که بد؛ خو داسې احساس کوم چې ښايي مثبت پرمختګونه وشي.»
د راپورونو له مخې، دغه خبرې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ستیف ویتکوف او د ایران د پلاوي ترمنځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شوې دي.

