د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت ویلي، چې د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال له امریکايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د سوریې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.
لویت زیاته کړې، چې دغه غوښتنه د سوریې د اقتصادي بیا رغونې لپاره شوې ده.
هغې دا هم ویلي، چې ټرمپ له الشرع څخه غوښتي چې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو ابراهیم تړون لاسلیک کړي او همداراز فلسطیني وسلهوال له سوریې وباسي.

