د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې له هند سره به راتلونکي خبرې په درې مهمو موضوعاتو باندې وکړي چې ترهګري، کشمیر او اوبه دي.
هغه هند تورن کړی چې په سیمه کې ترهګرۍ ته وده ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان او بلوچ ازادي غوښتونکي د هند په ملاتړ جګړه کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د اوبو د ویش تړون باید ونه ځنډول شي او خبرې دې د تړون مطابق وشي.

