د کینیا حکومت امریکا ته د ظاهر قدیر د ورسپارلو خبر ورکړی دی.
هلته نن د قدیر محاکمه شوې او هوکړه شوې، چې نوموړی به امریکا ته وسپارل شي.
بل لورته د ظاهر قدیر وکیل ویلي، هڅه کوي چې دا چاره دوه اوونۍ نوره هم وځنډوي او د دې پرېکړې پر وړاندې قضیه روانه وساتي.
پر قدیر د نشهیي توکو او وسلو د قاچاق تور دی.
هغه څه موده وړاندې کینیا کې نیول شوی وو.

