د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهشنبه سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ټرمپ به په دې درې ورځني سفر کې متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.
د ټرمپ دا سفر د منځني ختیځ له متحدینو سره د اړیکو پیاوړتیا او د سیمې پر مهمو موضوعاتو د خبرو لپاره مهم بلل شوی دی.

