د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR) د «مارکه حق» په نوم د عملیاتو په اړه د هند سره د وروستیو نښتو معلومات خپاره کړي دي.
د دوی په وینا، د “بنیانالمرصوص” په نوم د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۱ پوځیان، چې ۶ یې د پوځ او ۵ د هوايي ځواک غړي وو، وژل شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په دغه نښتو کې د هند له لوري د بېدلیله بمبارۍ له امله ۴۰ تنه ملکیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، هم وژل شوي دي.
هندي چارواکي ادعا کوي چې په پاکستاني خاوره کې د ترهګرو مرکزونه نړول شوي او ګڼ ترهګر وژل شوي.

