سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهاندونیزیا؛د مهماتو په زېرمه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي

اندونیزیا؛د مهماتو په زېرمه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي

د اندونیزیا پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد په لوېدیځه برخه کې د زړو مهماتو په یوه زېرمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي چې ۴ پوځیان هم پکې شامل دي.

دا چاودنه د جاوا په ښار کې هغه مهال شوې، کله چې پوځیانو د زړو مهماتو د شنډولو هڅه کوله.

د اسوشېټډ پرېس د راپور له مخې، د چاودنې دقیق لامل تر اوسه نه دی څرګند، او پوځ یې په اړه پلټنې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here