د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې له ټولنیزو شبکو څخه ناسمې او نامشروع استفادې ته به قانوني ځواب ورکول کېږي.
د دغه وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، ویلي چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پاڼې تر څار لاندې دي او څوک اجازه نه لري چې دا شبکې د ناسم هدف لپاره وکاروي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټولنیزې شبکې باید د موثقو خبرونو د خپرولو، د دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان ملت د یووالي او د یو بل د درناوي لپاره وکارول شي، نه د تعصب، بېاحترامي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لپاره.
اعلامیه زیاتوي چې وزارت ټولې هغه شبکې، پاڼې او آدرسونه څاري او قانوني تعقیب به یې کوي چې د فکر، عقیدې او ټولنیز ذهنیت د تخریب هڅه کوي.

