د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا تر کمېدو وروسته، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د شنبې په ماښام یې فضایي حریم یو ځل بیا په بشپړ ډول د ټولو الوتنو لپاره پرانیست.
د دې ادارې ویاند ویلي، ټول هوايي ډګرونه د عادي پروازونو لپاره خلاص دي او له مسافرو یې غوښتي چې د خپلو الوتنو د مهالویش لپاره له هوايي شرکتونو سره تماس ونیسي.
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) هم خپل ځنډېدلي پروازونه له سره پیل کړي.
چارواکي وايي، د امنیتي دلیلونو له امله ځینې الوتنې مخکې ځنډول شوې وې.

